download: Pdficon.png
Odticon.png
Version: 1.5

دَ خدائ پاک قيصه

کامل شروعات

  • خدائ پاک دا دنيا اؤ اولنى انسانان: حضرت آدم اؤ بى بى حوا پيدا کړل.
  • هغۀ دوئ له يو کامل ځائ: باغِ عدن ورکړو. اؤ دوئ له يې دَ هرې ونې نه دَ ميوې خوړلو اجازت ورکړو، خو صرف دَ يوې ونې دَ ميوې خوړلو نه يې منع کړل اؤ دا دَ ښۀ اؤ بد دَ پيژندګلو ونه وه، اؤ ورته يې وفرمائيل، "کۀ تاسو دَ دې نه ميوه وخوړه نو تاسو به مړۀ شئ!"
  • هر يو څيز کامل وو: نۀ مرګ وو، نۀ شرم، دوئ خدائ پاک ته ډير نزدې وو اؤ دَ تل ژوندون يې لرلو.

ګناه اؤ شرم دې دنيا ته راغلل

  • شيطان بى بى حوا له راغے اؤ هغه يې وآزمائيله. هغې اؤ حضرت آدم هغه منع کړے شوې ميوه وخوړه.
  • سمدستى هغوئ وويريدل اؤ شرم يې محسوس کړو ځکه چې هغوئ ته معلومه شوه چې هغوئ بربنډ وو، نو هغوئ خپل ځانونه په پاڼو سره پټ کړل اؤ دَ خدائ پاک نه پټ شول.
  • خدائ پاک دَ دې نافرمانئ دَ پاره هغوئ له سزا ورکړه: هغۀ دوئ دَ عدن باغ نه بهر کړل، دوئ دَ تل عمرى ژوندون نه محروم شول.
  • عجيبه خبره دا ده: چې حضرت آدم اؤ بى بى حوا صرف يوه "وړه" ګناه وکړه، خو دَ دې نتيجه يو لوئ عدالت، مرګ اؤ دَ خدائ پاک سره رشته ختميدل وو.

دَ ګناه اؤ شرم پټول: نوې جامې اؤ لوظ کړے شوے خلاصوونکے

  • خدائ پاک بيا هم هغوئ سره مينه کوله اؤ يو ډير زبردست کار يې وکړو. هغۀ هغوئ له دَ ( پاڼو ) دَ جامو په ځائ باندې دَ ځناورو دَ څرمنې نوې جامې ورکړې.
  • دَ حضرت آدم اؤ بى بى حوا ګناه اؤ شرم پټولو دَ پاره يو ځناور مړ کړے شو.
  • اؤ خدائ پاک دا اولنئ قربانى وکړه. وروستو بيا نورو پيغمبرانو هم قربانئ وکړې: مثلاً حضرت نوح، حضرت ابراهيم، حضرت موسىٰ اؤ حضرت داؤد،.....
  • خدائ پاک وعده کړې وه چې هغه به زمونږ دَ پاره يو خاص قربانى را وليږى.
  • پيغمبرانو دَ دې راتلونکى "مسيح" په باره کښې پيشن ګويانې کړې وې: هغه به په ګناه اؤ شرم غالب شى، اؤ زمونږ دَ پاره به يوه لار تياره کړى چې مونږ پرې واپس خدائ پاک سره رشته قائمه کړو.

عيسىٰ مسيح

  • عيسىٰ مسيح دَ يوې پيغلې بى بى مريم نه پيدا شو. هغۀ ته "مسح کړے شوے" اؤ "دَ خدائ کلام" ووئيلے شول.
  • هغۀ خلقو سره مينه کوله، دَ ګناه نه بالکل پاک وو، کله يې هم څوک وژلى نۀ وو، اؤ نۀ يې مال دولت جمع کړے.
  • هغۀ ډيرې لويې معجزې وکړې، بيماران يې روغ کړل، پيريان يې وويستل، مړى يې راژوندى کړل.
  • هغۀ مونږ ته دا ښودنه وکړه چې څنګه به دَ خدائ پاک دَ مرضئ په مطابق ژوند تيروو: مونږ له پکار دى چې دَ خپلو بدو طريقو اؤ کارونو نه منع شو اؤ هغه کارونه وکړو کوم چې دَ خدائ پاک په نظر کښې ښۀ وى.
  • زبردسته خبره دا ده: کله چې هغه لا ځوان وو نو پيشن ګوئى يې کړې وه: "دا ضرورى ده چې زۀ مړ شم، خو زۀ به بيا راژوندے شم."
  • يخيى ٰ ( يوحنا ) نبى چې هغه وليدو نو وې وئيل : "وګورئ، دا دے دَ خدائ ګډورے!" ( دا خو زبردسته خبره ده، ولې داسې نۀ ده؟ ګډورے دَ قربانئ دَ پاره استعماليږى ).

زمونږ دَ پاره قربانى

  • عيسىٰ مسيح کامل وو، خو ځنې خلقو دَ هغۀ کارونه اؤ خبرې نۀ خوښولې. دَ هغۀ دښمنانو هغه ونيولو اؤ مړ يې کړو. هغۀ دَ خپل ځان بچ کولو کوشش ونۀ کړو، اؤ زما اؤ ستا دَ پاره دَ خدائ پاک دَ قربانئ په طور مړ شو.
  • اؤ خدائ پاک هغه درې ورځې پس بيا راژوندے کړو، لکه څنګه چې عيسىٰ مسيح مخکښې پيشن ګويانې کړې وې!
  • اوس زمونږ دَ ګناهونو دَ معافئ دَ پاره يوه لار شته: مونږ له پکار دى چې په عيسىٰ مسيح ايمان راوړو چې هغۀ دَ خپلې قربانئ په وسيله زمونږ دَ نافرمانئ کفاره ورکړه اؤ خدائ پاک هغه دَ مړو نه بيا راژوندے کړو.
  • کله چې مونږ داسې کوو، نو خدائ پاک مونږ له دَ تل عمرى ژوندون راکوى. هغه مونږ له دا عزت راکوى چې دَ هغۀ په بادشاهئ کښې داخل شو اؤ دَ مرګ نه پس به هم مونږ هغۀ سره يو.

We need a sacrifice

  • Imagine that someone could make a video clip with all your sins and shame, including all your dirty thoughts and all your secrets. How would you feel if that came to light and others could see the video clip?
  • God doesn’t ignore these things and the consequences are punishment and death.
  • We need a sacrifice to pay for our sin and cover our shame. This is what Jesus offers us.

دَ خدائ پاک روح

  • خدائ پاک غواړى چې مونږ يو کامل ژوند تير کړو اؤ دَ عيسىٰ مسيح په شان ژوند تير کړو. خو په خپل طاقت سره مونږ داسې نۀ شو کولے. مونږ بيا بيا ناکامه کيږو.
  • مونږ ته دَ خدائ پاک دَ مرستې ضرورت دے. مونږ غواړو چې هغه دَ روح القدس په وسيله زمونږ ژوند بدل کړى.
  • "روح القدس" زمونږ دَ پاره دَ خدائ پاک طاقت دے، اؤ مونږ ته دَ خدائ پاک دَ مرضئ ښودنه کوى، اؤ دَ شيطان مقابله کولو کښې اؤ ښۀ خلقو جوړيدلو کښې زمونږ مرسته کوى.
  • خدائ پاک دَ روح القدس دا تحفه هر هغه چا له ورکوى څوک چې دا غواړى.

دا ډير زبردسته خبره ده، ولې داسې نۀ ده؟

  • حضرت آدم اؤ بى بى حوا له صرف دَ يوې ګناه په وجه دَ مرګ سزا ورکړے شوه.
  • خدائ پاک دَ يوې قربانئ په ذريعه هغوئ له نوې جامې ورکړې.
  • عيسىٰ مسيح ته دَ "خدائ ګډورے" ووئيلے شول.
  • عيسىٰ مسيح دَ خپل مرګ په باره کښې پيشن ګويانې کړې وې.
  • عيسىٰ مسيح مړ شو، خو خدائ پاک هغه درې ورځې پس بيا راژوندے کړو، لکه څنګه چې هغۀ پيشن ګوئى کړې وه.
  • خدائ پاک عيسىٰ مسيح زمونږ دَ پاره دَ قربانئ په طور را وليږلو.
  • خدائ پاک غواړى چې مونږ له روح القدس راکړى.


دَ خدائ پاک دَ فديې دَ پاره زما جواب

خدائ پاک خپله حصه کار کړے دے. اوس تاسو له خپله حصه کار کول پکار دى.....

آيا زۀ دَ هغۀ فديه قبلوم؟
□ آؤ □ نه
آيا ما دَ تل عمرى ژوندون حاصل کړے دے؟
□ آؤ □ نه
آيا ما دَ خدائ پاک روح القدس حاصل کړے دے؟
□ آؤ □ نه


-

What did I not understand? Where am I unsure?



-

Here you find suggestions for a conversation with God. Add everything that is on your heart and that you want to tell God. If you feel unsure about certain points, you can tell that to God honestly. Use the support of someone who has experience in talking with God.

God, which things in my life are not like You want them? Which sins do I need to turn away from?


-
Jesus, I thank You that You made a solution and that You died for me as a sacrifice. I’m ready to change my life and get rid of everything You call sin. I want to live according to Your will.
Holy Spirit, please help me with that. Cleanse me and fill me.

If you can say all this from your heart then let someone explain to you how the start of this new life works.