Translations:God's Story (first and last sacrifice)/20/ps
- خدائ پاک دا دنيا اؤ اولنى انسانان: حضرت آدم اؤ بى بى حوا پيدا کړل.
- هغۀ دوئ له يو کامل ځائ: باغِ عدن ورکړو. اؤ دوئ له يې دَ هرې ونې نه دَ ميوې خوړلو اجازت ورکړو، خو صرف دَ يوې ونې دَ ميوې خوړلو نه يې منع کړل اؤ دا دَ ښۀ اؤ بد دَ پيژندګلو ونه وه، اؤ ورته يې وفرمائيل، "کۀ تاسو دَ دې نه ميوه وخوړه نو تاسو به مړۀ شئ!"
- هر يو څيز کامل وو: نۀ مرګ وو، نۀ شرم، دوئ خدائ پاک ته ډير نزدې وو اؤ دَ تل ژوندون يې لرلو.