Translations:God's Story (first and last sacrifice)/22/ps
- خدائ پاک بيا هم هغوئ سره مينه کوله اؤ يو ډير زبردست کار يې وکړو. هغۀ هغوئ له دَ ( پاڼو ) دَ جامو په ځائ باندې دَ ځناورو دَ څرمنې نوې جامې ورکړې.
- دَ حضرت آدم اؤ بى بى حوا ګناه اؤ شرم پټولو دَ پاره يو ځناور مړ کړے شو.
- اؤ خدائ پاک دا اولنئ قربانى وکړه. وروستو بيا نورو پيغمبرانو هم قربانئ وکړې: مثلاً حضرت نوح، حضرت ابراهيم، حضرت موسىٰ اؤ حضرت داؤد،.....
- خدائ پاک وعده کړې وه چې هغه به زمونږ دَ پاره يو خاص قربانى را وليږى.
- پيغمبرانو دَ دې راتلونکى "مسيح" په باره کښې پيشن ګويانې کړې وې: هغه به په ګناه اؤ شرم غالب شى، اؤ زمونږ دَ پاره به يوه لار تياره کړى چې مونږ پرې واپس خدائ پاک سره رشته قائمه کړو.