Translations:God's Story (first and last sacrifice)/23/ps
- عيسىٰ مسيح دَ يوې پيغلې بى بى مريم نه پيدا شو. هغۀ ته "مسح کړے شوے" اؤ "دَ خدائ کلام" ووئيلے شول.
- هغۀ خلقو سره مينه کوله، دَ ګناه نه بالکل پاک وو، کله يې هم څوک وژلى نۀ وو، اؤ نۀ يې مال دولت جمع کړے.
- هغۀ ډيرې لويې معجزې وکړې، بيماران يې روغ کړل، پيريان يې وويستل، مړى يې راژوندى کړل.
- هغۀ مونږ ته دا ښودنه وکړه چې څنګه به دَ خدائ پاک دَ مرضئ په مطابق ژوند تيروو: مونږ له پکار دى چې دَ خپلو بدو طريقو اؤ کارونو نه منع شو اؤ هغه کارونه وکړو کوم چې دَ خدائ پاک په نظر کښې ښۀ وى.
- زبردسته خبره دا ده: کله چې هغه لا ځوان وو نو پيشن ګوئى يې کړې وه: "دا ضرورى ده چې زۀ مړ شم، خو زۀ به بيا راژوندے شم."
- يخيى ٰ ( يوحنا ) نبى چې هغه وليدو نو وې وئيل : "وګورئ، دا دے دَ خدائ ګډورے!" ( دا خو زبردسته خبره ده، ولې داسې نۀ ده؟ ګډورے دَ قربانئ دَ پاره استعماليږى ).