Translations:God's Story (first and last sacrifice)/24/ps
- عيسىٰ مسيح کامل وو، خو ځنې خلقو دَ هغۀ کارونه اؤ خبرې نۀ خوښولې. دَ هغۀ دښمنانو هغه ونيولو اؤ مړ يې کړو. هغۀ دَ خپل ځان بچ کولو کوشش ونۀ کړو، اؤ زما اؤ ستا دَ پاره دَ خدائ پاک دَ قربانئ په طور مړ شو.
- اؤ خدائ پاک هغه درې ورځې پس بيا راژوندے کړو، لکه څنګه چې عيسىٰ مسيح مخکښې پيشن ګويانې کړې وې!
- اوس زمونږ دَ ګناهونو دَ معافئ دَ پاره يوه لار شته: مونږ له پکار دى چې په عيسىٰ مسيح ايمان راوړو چې هغۀ دَ خپلې قربانئ په وسيله زمونږ دَ نافرمانئ کفاره ورکړه اؤ خدائ پاک هغه دَ مړو نه بيا راژوندے کړو.
- کله چې مونږ داسې کوو، نو خدائ پاک مونږ له دَ تل عمرى ژوندون راکوى. هغه مونږ له دا عزت راکوى چې دَ هغۀ په بادشاهئ کښې داخل شو اؤ دَ مرګ نه پس به هم مونږ هغۀ سره يو.